د هند حکومت مخالفانو د یوې نجلۍ د مړینې په اړه پر حکومت نیوکې وکړې

د هند د حکومت مخالف ګوند نن د هغې نجلۍ د درناوي په مراسمو کې، چې څو ورځې مخکې په نوي ډيلي کې جنسي تیری ورباندې وشو او بیا په سنګاپور کې مړه شوه، پر حکومت شدید انتقادنه کړي دي.

د هند د حکومت د مخالف ګوند (بهارتیا جناتا) دوو غړو ارون جیتلي او سوشما سواراج نن په دې غونډه کې وویل؛ چې قانون باید د داسې جنایتکارانو په وړاندې جدي دریځ غوره کړي.

میرمن سواراج وویل، چې حکومت د خلکو د اعتراضونو په وړاندې خاموشي غوره کړې ده.

دې وویل؛ دې نجلۍ په خپل تګ د ټول هیواد روح بیدار کړ. د هیڅ چا څخه غوښتنه نه وه شوې، هیڅ څوک نه وو دعوت شوي خو په ټول هیواد کې خلک یوې لارې ته را ووتل. خو زه تعجب کوم، چې حاکمانو د خلکو له غوښتنې سره هم غوږونه کاڼه کړي دي.

په نوي ډیلي کې تر دې پيښې وروسته خلکو د هند په ډيرو لویو ښارونو کې اعتراضي مظاهرې وکړې.