د ملي امنیت شورا: امنیتي کمپنۍ دې، د صنعتي پارکونو له سیمو نورو سیمو ته ووځي

د افغانستان د ملي امنیت شورا د خپلي پرېکړې له مخې په هېواد کې د سون توکو زیرمو او شخصي امنیتي کمپنیو ته امر کړی، چې د صنعتي پارکونو له سیمو نورو سیمو ته ووځي.

د ارګ ماڼۍ د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کي ویل شوي، چې په پارکونو کې د دغو کمپنیو موجودیت د خلکو ژوند ته یو جدي ګواښ دې.

د امنیت شورا د یکشنبې د ورځې په غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته لارښوونه شوې، چې دغو کمپنیو ته د خلکو د اوسېدو له سیمو دباندې ځایونه انتخاب کړي.