ولسمشرکرزي د خپل ملي امنیت سلاکار ته دنده سپارلې ده، څو د هغې الوتکۍ د ناستې د څرنګوالي په اړه څیړنې وکړي چې د شنبې په ورځ د درې ساعتونو لپاره د افغانستان د کندهار هوايي ډګر کې ناسته وه.
د ولسمشر کرزي د ویندوی دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ملي امنیت سلاکار ته دنده سپارل شوې ده چې معلومه کړي د خلیج له حوزې د افغانستان خاورې ته ننوتې دې الوتکې ته د کومې ادارې او حکومتي مقام له خوا په کندهار هوايي ډګر کې د کښېناستو اجازه ورکړل شوې وه.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل پرون ماښام د ازادې راډیو ته وویل چې په کندهار هوايي اډې کې د ناستې په اړه دې الوتکې ته له کابله اجازه ورکړل شوې وه .
تر اوسه دا څرګنده نه ده چې په دې الوتکه کې څوک وو او ولې د افغانستان خاورې ته ننوتې وه. دا هم معلومه نه ده چې افغان چارواکو ولې الوتکې ته له افغانستان څخه د وتلو امر وکړ .