احمدزی: د انتقال د څلورم پړاو په پای ته رسیدو سره به ۸۷فیصده برخه د افغان ځواکونو تر پوښښ لاندې راشي

افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د کمیسون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزی وايي، د مسوولیتونو د انتقال د څلورم پړاو په پای ته رسیدو سره به د افغانستان د وګړو په سلو کې اوه اتیا برخه د افغان امنیتي ځواکونو تر پوښښ لاندې راشي.

د افغانستان د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې ښاغلي احمدزي دا خبره پرون د ملي امنیت د شورا په غونډه کې کړې ده.

د ډاکتر احمدزي په وینا د دې پړاو په عملي کیدو سره به په درې سوه دوولسو اداري واحدونو کې امنیتي مسوولیتونه له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي .

افغان چارواکي وايي، چې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال درېیم پړاو پای ته رسیدلی او څلورم پړاو یې پیلیدونکی دی .

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې افغان لوري ته به له نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتي مسوولیتونو د انتقال څلورم پړاو له ستونزو خالي نه وي .