په پروان کې به د پولیسو په تعلیمي مرکز کې سلګونو پولیسو ته مسلکي روزنه ورکړل شي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ښونې او روزنې عمومي قومندان جنرال معشوق سیلاب وايي، په پام کې لري چې په پروان ولایت کې د پولیسو په تعلیمي مرکز کې په سلګونو پولیسو ته مسلکي روزنه ورکړي.

ښاغلي سیلاب ازادي راډیو ته وویل، تر دې مخکې په دې مرکز کې د جنوبي کوریا ځواکونه پراته وو:

“هغوي په خیر ووتل او رښتیا چې زموږ لپاره یې دلته له ټولو اسانتیاوو سره یو ډیر ښه مرکز جوړ کړی دی.

موږ دا مهال په دې مرکز کې د پنځه سوو کسانو د روزنې ظرفیت لرو. پریکړه مو کړې چې د افغانستان له هرګوټ څخه دلته د پولیسو په لیکو کې ځوانانو ته روزنه ورکړو”


چارواکي وايي، په دې توګه به وکړاى شي د افغان ځواکونو د ظرفيتونو په لوړولو کې موثر اقدامات وکړي.