په هندوستان کې شپږ تنه د یوې نجلۍ پر وژنې تورن شول

د هند پوليسو شپږ کسان د يوې ٢٣ کلنې ښځې په وژنې تورن کړل.

دوى روانه مياشت په نوي ډيلي کې په يوه بس موټر کې دغه ښځه ډېره سخته ډبولې وه او ډله ييز جنسي تېرى يې ورباندې کړى بيا يې لاندې غورځولې وه.

د نوي ډيلي د پوليسو وياند "راجن بګهت" پرون وويل؛ چې که چېرې دغه شپږ کسان د ډسمبر د شپاړسمې په وژونکي بريد رسماً محکوم شول؛ ښايي د مرګ له سزا سره مخامخ شي.

د دې بريد قرباني چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، د طب پوهنځي يوه محصله وه، چې د يوې نېستمنې کورنۍ وه، پرون سهار د سينګاپور په يوه روغتون کې، چې د تداوۍ لپاره ورلېږل شوې وه؛ مړه شوه.

د هغې مرګ په هند کې پرون تازه لاريونونه وپارول.