د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په نښته کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د نورستان د امنيې قومندانۍ د امنیت امر محمد فاروق ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې نښته تېر مازیګر وروسته له هغې پیل شوه؛ چې وسله والو طالبانو د امنیتې ځواکونو پر یوې پوستي حمله وکړه؛ چې په دې پیښه کې ۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
نوموړي وویل، چې په نیول شوو کسانو کې د پاکستان د چترال یو تن اوسیدونکی هم شامل دی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.