د روسیې پخوانی دفاع وزیر اناتولې سردیوکوف د سل میلیونو ډالرو جعل په تور پوښتل شوي دي.
د روسیې د تحقیقاتې کميتې ویاند ولادمیر مارکین نن وویل، د سردیوکوف شاهدي به د تحقیق کوونکو له خوا په پوره دقت وڅېړله شي.
سردیوکوف په تېر نومبر میاشت کې د یوې دسیسې له رابرسېره کیدو وروسته له دندې لیري شو.
نوموړی دا مهال مشکوک ندی، خو دده تر لاس لاندې ماموره یفګینیا واسلیوا په درغلۍ او رشوت اخیستنې تورنه شویده.
په نوموړې تور دی، چې په ټيټه بیه د دفاع وزارت د ملکیت په خرڅولو کې یي لاس درلود او په دي معاملې کې دولت ته سل میلونه ډالره تاوان اوښتی دی.
دا اوازې هم خپرې شوې، چې سردیو کوف له واسلیوا سره اړیکې درلودل او خبرې رسنیو ویلې و ، د اکتوبر میاشت کې چې واسلیوا په مسکو کې په خپل اپارتمان کې نیول کیدله ، سردیوکوف هم هلته ورسره و.