د ایران سمندري ځواک په هورموز تنګي کې پوځي تمرینات پیل کړي

د ایران دولتي خبري رسنۍ وایي، د دې هېواد سمندري ځواک په هورموز تنګي کې پوځي تمرینات پیل کړي دي.

د فارس د خلیج له دې تنګي څخه د نړۍ د تیلو د صادارتو یو پر دریمه برخه تېرېږي.

راپوورنه وایي، په پوځي تمریناتو کې جنګي بېړیو، اوبتلونو او الوتکو برخه اخیستې او نن سهار پیل شول.

د اسلامي جمهوریت خبري رسنۍ د ایران د سمندري ځواک د قوماندان حبیب الله سیاري له خولې وایي، دا پوځي تمرینات به په هروموز تنګي، عمان خلیج او د هند د سمندر په شمالي برخو کې د چهارشنبې تر ورځې دوام وکړي.

ایران چې له نړېوالې ټولنې سره د اټمي پروګرام پر سر په لانجې کې دی، مخکې یي ګواښ کړی و، چې د هرې بهرنۍ حملې په صورت کې به د هرموز تنګی وتړي.

د امریکا متحده ایالاتو په تېر یوه کال کې په خلیج کې خپل پوځي حضور زیات کړی او د جنګي الوتکو وړونکې دوې بېړۍ یي په کې ځای پرځای کړي دي.