افغان ولسمشر به له بارک اوباما سره په امنیتي تړون خبرې وکړي

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی به په راتلونکو څو ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ شې او د هغه هېواد له جمهور رئیس بارک اوباما سره به په امنیتي تړون خبرې وکړي.

راپورونه وایي، د افغانستان او امریکا جګپوړو دیپلوماتانو د دوو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تړون پر شرایطو خبرې کړي دي.

ټاکل شوې چې جمهور کرزی د جنورۍ په اوومه واشنګټن ته سفر وکړي او له ۲۰۱۴ وروسته، چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو جنګې ماموریت پای ته رسېږي، په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د څرنګوالي په اړه به خبرې وکړي.

ویل شوي، چې د دواړو خواوو ترمنځ په دې خبرو کې تر ټولو حساسه موضوع د امریکايي پوځیانو د مصونیت مسله ده.