ټاکل شوې د امريکا ولسمشر بارک اوباما د فيسک کليف يا مالي کال د سقوط له کبله د تازه اقتصادي بحران د مخنيوي لپاره د کانګريس له غړو سره د وروستي چانس خبرې وکړي.
سپينه ماڼۍ وايي اوباما به نن په سپينه ماڼۍ کې د مشرانو جرګې او استازو د جرګې د ډيموکراتانو او جمهوريت غوښتونکو ګوندونو له مشرانو سره وګوري.
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې څلور ورځې وروسته حکومت د مالي کال د سقوط له ستونزې سره مخامخ دى، چې ماليې په اتومات ډول لوړېږي او لګښتونه کمېږي.
د امريکا د مشرانو جرګې غړي میچ مک کانل پرون مشرانو جرګې ته په دې باب خبرې وکړې:
“موږ به وګورو چې ولسمشر څه پېشنهاد کوي. د دواړو لوريو غړي به ورباندې کتنه وکړي او موږ به دا پرېکړه وکړو چې د رسيدګۍ لپاره يې غوره لار کومه ده. هيله لرو چې لا هم د يوه توافق لپاره وخت شته، داسې توافق چې ماليه ورکوونکي په بشپړ ډول له اقتصادي بحران څخه وساتي”
اقتصادپوهانو خبردارى ورکړى چې د ٦٠٠ ملياردو ډالرو په اندازه د ماليې زياتېدل به د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد له اقتصادي بحران سره مخامخ کړي.