د کندهار چارواکي وايي، چې امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې ۲۱ وسله وال مخالفان نيولي

د کندهار چارواکي وايي، چې امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې ۲۱ وسله وال مخالفان نيولي او يو تن يې وژلي دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر له يوې خبرپاڼې سره سم د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وويل چې دا کسان د ملي او سيمه ييزو پوليسو له لوري په يوه اوونۍ کې نيول شوي دي.

ده د دولت د وسله والو مخالفانو د نيولو په عملياتو کې له هغوي څخه د يوشمېر وسلو د نيولو ادعا هم وکړه.

د دولت وسله والو مخالفانو د چارواکو د دې ادعا په اړه تراوسه پوري څه نه دي ويلي.