د افغانستان ولسمشر حامد کرزی لس ورځې وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ته ځي چې له ولسمشر اوباما سره پر امنیتي تړون خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې د افغانستان او امریکا جګپوړو دیپلوماتانو د دوو هیوادونو ترمنځ د امنیتي تړون پر شرایطو خبرې کړي دي.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی کرزی د جنورۍ په اوومه نېټه واشنګټن ته سفر وکړي او له ۲۰۱۴ وروسته، چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو حربي ماموریت پای ته رسېږي، په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.
ویل شوي، چې د دواړو خواوو ترمنځ په دې خبرو کې تر ټولو حساسه موضوع د امریکايي پوځیانو د مصونیت مسله ده.