ارزګان کې یو پولیس خپل څلور ملګري وژلي او دوه یې ټپیان کړي

ارزګان کې نن سهار وختي یو پولیس خپل څلور ملګري وژلي او دوه یې ټپیان کړي دي.

د ارزګان د والي ویاند عبدالله همت ازادۍ راډيو ته وویل، چې دغه پیښه نن سهار څلور بجې د دې ولایت په مرکز ترینکوت ښار کې شوې ده.

عبدالله همت وایي، چې د هیات الله په نوم پولیس چې ډیر لنډ وخت کیده د پولیسو لیکو ته راغلی وو، خپل څلور تنه ملګري وژلي بیا یې وسله له ځان سره اخیستې او تښتیدلی دی.