د مصرد مخالفینو لویې ډلې ژمنه کړې، چې د ولسمشر محمد مرسي او د مصر د نوي اساسي قانون پر ضد به چې اسلام پالو یې ملاتړ کړی، اعتراضونه ته دوام ورکړي.
د ملي نجات جبهی ویاند حسین عادل غني وویل، مخالفین به له سوله ییزې لارې د مرسي د حکومت پرضد اعتراض ته دوام ورکړي.
هغه دغه حکومت تورن کړ، چې هڅه کوي له اسلام څخه په استفادې یو استبدادي دولت رامنځ ته کړي.
غني د مرسي هغه وړاندیز رد کړ، چې د ملي ډیالوګ لپاره یې کړی وو او زیاته یی کړه، چې دا نه ده څرګنده چې مرسي په دې خبره کې څومره ریښتینی دی.
هغه همدا راز پر مصریانو غږ وکړ، چې د جنوري په ۲۵ چې د انقلاب دوهمه کلیزه ده، د نوي اساسی قانون پرضد اعتراضونه وکړي.
د مصر ولسمشر محمد مرسي پرون د ورځې په سر کې دغه نوی اساسي قانون چې په سلو کې نژدې ۶۴ رایې ورکونکو په ټول پوښتنه کې رایه ورکړه، توشیح کړ.