په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، حاضر دي، په هغو تحقیقاتو کې همکاري وکړي، چې د یو امریکایي سلاکار د وژلو په تړاو له یوې پولیسې نه روان دي.
په کابل کې د دغو ځواکونو یو ویاند کارل لیس د چهارشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، هیله مند دي چې دا تحقیقات مطلوبو نتایجو ته ورسیږي.
که څه هم ده دا و نه ویل، چې ایساف ځواکونه تر کومه حده په دې تحقیقاتو کې ښکیل دي:
"د دې تحقیقاتو مشري د کورنیو چارو د وزارت پر غاړه ده او هغوي تحقیقات پر مخ وړي.
ایساف یې څاري او د ضرورت په وخت کې به ورسره مرسته وکړي، خو په نهایت کې د دغو تحقیقاتو مشري د افغانانو په لاس کې ده."
د ایساف ویاند دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې یوه ورځ مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند خبریالانو ته وویل، چې دغه حمله کوونکی نرګس نومیږي، د ایران تبعه او د دغه وزارت د حقوقو او جندر غړی وه.
د ښاغلي صدیقي له خوا خبریالانو ته د دې میرمنې ایرانی پاسپورت چې د دې عکس یي هم درلود وښودل شو.
خو یو شمېر کارپوهان بیا وایي، چې د دې پیښې په اړه ځینې پوښتنې لا هم بې ځوابه پاتې دي.
یوه اساسي پوښتنه، چې په دې برخه کې پورته کیږي هغه دا، چې په دې حمله کې وسله وال مخالفین او یا هم د سیمې ګاونډې هېوادونه ښکیل دي او که نه؟
د سیاسي چارو شنونکی عتیق الله امر خیل وایي، چې باید د دې حملې د روښانه کیدو لپاره لا څیړنې وشي:
"زه خو فکر کوم هر عمل چې کیږي یوه منبع لري یو نظر لري یا بالاخره یوه مفکوره ورسره یي، یا چا استخدام کړی وي چې په داسې یو عمل لاس پورې کوي.
بعضې وخت تصادفا داسې هم راځي چې یو سړی نفرت پیدا کوي یا په دی ظلم یا ستم شوی وی یا بل حالت راغلی وی دا استثنایی حالت دی.
ولی داسې حرکات حتما سازماندهی حالت لری نو دا چی دی سره به څوک ارتباط لر ی ښځه خو نیول شوی دا به هغه په خپل تحقیقات کی وایي."
د نرګس له خوا شوې دا حمله د افغان ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو سرتیرو د کیدونکو حملو نوې بیلګه ده.
تر دې مخکې دا ډول حملې تر ډیره د نارینه وو لخوا کیدلې، خو دا ځلې یوې میرمنې دا حمله ترسره کړه.
که څه هم ددې پیښې په اړه د کیدونکو تحقیقاتو نهایی نتایج لا ندي اعلان شوي، خو د کورنیو چارو وزارت وایی، تر دې دمه، چې کوم تحقیقات شوې د حملې انګیزه فردي ښيي.