په غزني کې د پلټنو پر مهال سل بوجۍ امونيم نايټريټ او لسګونه کړۍ ماينونه کشف شوي

چارواکي وايي، د ملي امنيت سرتېرو په غزني ښار کې د پلټنو پر مهال سل بوجۍ امونيم نايټريټ او لسګونه کړۍ ماينونه کشف کړي دي.

دغه ماينونه او امونيم نايټريټ اتو تنو وسله والو د پکتيکا له اورګون څخه راوړي او کندهار ته وړل، چې د غزني په قلعه يې جوز سيمه کې ونيول شول.

د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون وايي چې په هره بوجۍ دو پينځوس کيلو ګرامه امونيم نايټريټ ايښودل شوي او بيا په يو کاماز موټر کې ځای پر ځای شوي وو .