د قزاقستان د یوې الوتکې د غورځیدو په نتیجه کې ټولې ۲۷ تنه سپرلۍ مړه شوي

راپورونه وایي، د قزاقستان د سرحدي ځواکونو د یوې پوځي ترانسپورتې الوتکې ټولې ۲۷ تنه سپرلۍ چې د سې شنبې په ورځ د هېواد په جنوب کې غورځیدلې وه، مړه شوي دي.

الوتکه د قزاقستان د جنوبې سېمې ادارې مرکز شیمکینټ ته نږدې غورځیدلې ده.

د قزاقستان د ملې امنیت کميټه وایي، په الوتکې کې شل سپرلۍ او اووه تنه عمله سپاره وو.

دا کمیټه وایي، په مړو کې د قزاقستان د سرحدي ځواک سرپرست مشر ډګروال تورګانبیګ ستامبیکوف هم شامل دی.

د الوتکۍ د غورځیدو د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.