د جاپان ولسي جرګې، شینزوابي د نوي صدراعظم په توګه تائید کړ

د جاپان د پارلمان ولسې جرګې، شینزوابی د نوي صدراعظم په توګه تائید کړ.

ابي چې د جاپان د لیبرال ډموکرات ګوند مشر دی، د ډسمبر د شپاړسمې انتخاباتو کي یي ګوند بری حاصل کړ او د جاپان د ډموکراتیک ګوند دري کلنه واکمنې یي ختمه کړه.

شینزو ابي له دي مخکې ، په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې هم د جاپان د صدراعظم په څوکۍ کار کړی و.

۵۸ کلن ابي په تېرو شپږو کلونو کې د جاپان اووم صدراعظم دی.

دده حکومت به د جاپان د خراب شوي اقتصاد د رغاونې او له چین سره د ځمکنۍ لانجې د حل په ګډون، له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

ابي نن خپله کابینه اعلان کړه او ژمنه یي وکړه چې ډپلوماسي به سختوي او اقتصاد به سموي. ده، فومیو کیشیدا د بهرنیو چارو د وزیر او ایتسونوري اونودیرا د دفاع دوزیر په دندو وټاکل.

د ابي په کابینې کې تارو آسو د صدراعظم د مرستیال او مالیې چارو د وزیر په دندې او توشیمیتسو موتیګې د اقتصاد، سوداګرۍ او صنعت د وزیر په توګه ټاکل شویدي .