په خوست کې د پخواني هوایي ډګر په دروازه کې نننۍ چاودنې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خوست د امنیي قومندان جنرال عبدالقیوم باقي زوی ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا د موټر بم چاودنه نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې شوې، چې په کې درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
ده وویل، چې وژل شوي او ټپیان د بهرنیو ځواکونو افغان کارکوونکي وو.
د طالبانو یو ویاند ذبیح اله مجاهد بیا ویلي دي، چې په دې حمله کې د سي اي ای مرکز په نښه شوې او بهرنیو ځواکونو ته یي درنه مرګ ژوبله اړولې، خو دولتي چارواکي یي نه مني.