ايران به د روانې اوونۍ په پای کې په هُرمُز تنګي کې شپږ ورځنۍ مانوره پيل کړي

د ايران د سمندري ځواکونو قومندان وايي، ځواکونه به يې د روانې اوونۍ په پای کې په هُرمُز تنګي کې شپږ ورځنۍ مانوره يا تمرين پيل کړي.

د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا پرون د ايران د سمندري ځواکونو د قومندان اډميرل حبيب الله سياري له قوله وويل، د (ولايت ۹۱) مانوره به د جمعې په ورځ پيل شي او په هرمز تنګي کې به د عُمان له خليجه رانيولې د هند د سمندر تر شمالي څنډو پوري په شاوخوا يو مليون کيلومتر مربع ساحه کې اجرا شي.

ده همداراز وويل چې په دې تمريناتو کې به له جنګي بېړيو، اوبتلونو او دافع هوا توغندويي سيستمونو څخه کار واخيستل شي.

د نړۍ د تېلو په درو کې يوه برخه بېړۍ د هرمز له تنګي څخه تېرېږي.

ايران څو ځلي ويلي، که چيري د دغه هيواد پر لانجمن اتومي پروګرام حمله وشوه هرمز تنګي به بند کړي.