ایراني چارواکي وایي، د انټرنټ هغه وایرس یې کنټرول کړی؛ چې د دې هیواد په جنوب کې د صنعتې ساحو په کمپویترونو یې حمله کړې وه.
د ایران په کمپویترونو باندې د حملو د چارو حکومتي اداره وایي؛ د هورموزګان ولایت په کمپویټرونو باندې وروستۍ حمله د هغې پټې کمپویترې جګړې دوام دی چې په ۲۰۱۰ کال کې یې د ایران اټمي تاسیسات په نښه کړې وو.
په هورموزګان ولایت کې د کمپیوټري دفاع ادارې مشر "علي اکبر اخواوان" وایي؛ په دې وروستیو میاشتو کې د کمپویټرونو په حملو کې د بندر عباس ولایت د تاونیر برښنا د تولید په کمپنۍ هم د کمپیوتر د وایرس حمله شوې ده.
د ایران په کمپیوټرونو باندې د حملو له امله په روان ۲۰۱۲ م کال کې د دې هیواد انټرنټ ورو شوی او دغه راز یې د تېلو د استخراج او چاڼولو تاسیسات زیانمن کړي دي.