د بدخشان په یوې مدرسه کې د ګازو د ډبې چاودنې ۱۳ تنه ټپیان کړل

په بدخشان کې په یوه دیني مدرسه کې د ګازو د یوې ډبې په چاودنه کې دیارلس ماشومان ټپیان شوي دي.

د بدخشان د والي ویاندعبدالمعروف راسخ ازادۍ راډیو ته وویل؛ چی په ټپي شویو ماشومانو کې د شپږو حالت نازک ښودل شوي دي.