د نړۍ عیسویان د کرسمس مراسم لمانځي

د عيسويانو د مذهبي جشن کرسمس مراسم په ټوله نړۍ کې لمانځل کيږي. په دې ورځ د عيسوي مذهب پيروان يوبل ته تحفې ورکوي او د حضرت عيسي (ع) د زېږېدو په مناسبت يوبل ته مبارکۍ وايي.

زرګونه عيسويان د فلسطين د لويديځې غاړې په بيت الحم ښارګوټي کې په منګر چوک کې راټول شول. بيت الحم هغه ښار دی، چې ويل کيږي، عيسي (ع) په کې زېږېدلی.

د نړۍ د رومن کاتوليکانو مشر شپاړسم پاپ بنېدېکت د واتيکان په سنت پيآرزSt. Peter's لوی ډګر کې د کرسمس په رسمې مراسمو کې برخه واخيسته او په خپله وينا کې يې په نړۍ کې د سولې لپاره هيله څرګنده کړه.

په دې ورځ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ماشومان سترګې په لاره وي؛ چې سره خولې لرونکي سانتاکلاوس د کرسمس تحفې ورته راوړي.