د راپورونو له مخې د امریکا د نیویارک ایالت په لویدیځ کې تیره ورځ یوه وسله وال د اور وژنې دوه داو طلبه کارکونکي په ډزو وژلي دي.
پر دغو اور وژونکو د دوشنبې په سهار په "ویبسټر" ښارګوتي په یوه کور کې د اور مړ کولو پر مهال وسله وال برید وشو.
د "ویبسټر" د پولیسو مشر "ګیرالډ پیکیرینګ" ویلي؛ برید کونکي هم وژل شوي دی.
په عین حال کې په "تکساس او ویسکونسین" کې پرون د پولیسو دوه افسران هم په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې لس ورځې مخکې په متحده ایالاتو کې یوه وسله وال کس شل ماشومان او د هغوی ۶ ښوونکي په "نیو ټاون" ښار کې په ډزو ووژل.