په لغمان کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو د مرګ ژوبلې شمېر ۲۶ تنو ته ورسید

په لغمان کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو د مرګ ژوبلې شمېر ۲۶ تنو ته ورسید.

د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته ویلي، چې په دغو عملیاتو کې چې د تیرې پنجشنبې راهیسې د لغمان مرکز اړوند سیمو کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا پیل شوي دي، د دې ولایت ډير شمېر سیمې يي له وسله والو پاکې کړي.

د ځواک په خبره په روانو عملیاتو کې تر دې مهاله اته تنه وسله وال وژل شوي او اتلس تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې دوه تنه پولیس هم وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.

د چارواکو په خبره دغه عملیات اوس هم روان دي او په خبره يي تر هغه به دوام وکړی،چې د لغمان مرکز اړوند سیمې له وسله والو پاکې شي.

وسله والو طالبانو په لغمان کې د روانو عملیاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.