د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نن هند ته ورسېد، پوتين به د هند له صدراعظم من موهن سنګهـ او نورو چارواکو سره په خبرو کې د انرژۍ، سوداګرۍ او ټکنالوژۍ په برخه کې ځينې تړونونه وکړي.
يو لوى دفاعي تړون به تر څلوېښتو د زياتو سوخوى (Sukhoi) جنګي جټ الوتکو او ٥٠ پوځي هلي کوپټرو په باب وي.
له سړې جګړې راهيسې مسکو او ډيلي نږدې متحدان پاتې شوي دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ اندازه لسو میلياردو ډالرو ته رسېږي، چې له ٢٠٠٠ میلادي کال راهيسې شپږ برابره زياتوالى په کې راغلى دى.
هند د اړتيا وړ زياته وسله له روسيې اخلي، خو مسکو په وروستيو کې پر خپلو لوېديځو سيالانو د وسلو د خرڅلاو د میلياردونو ډالرو په ارزښت تړونونه بایللي دي.