په بدخشان او ننګرهار کې د عملیاتو پر مهال لس ټنه نشه یې توکي له منځه وړل شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، په بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې یې د عملیاتو پر مهال لس ټنه نشه یې مواد له منځه وړي.

د دې وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې د ادارې مرستیال باز محمد احمدي نن خبریالانو ته وویل چې، په دې عملیاتو کې شپږ فابریکې او پنځه لابراتوارونه له منځه وړل شوي دي:

"د هیواد په شمال کې موږ د مخدره موادو پر وسله والو بانډونو موفقانه عملیات تر سره کړل چې شپږ فابریکې په بدخشان کې له منځه وړل شوې او دغه راز د ننګرهار په اچین او شیرزاد ولسوالیو کې هم موږ د مخدره موادو پر ضد عملیات تر سره کړل."

ښاغلي احمدي زیاته کړه، چې په دې تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.

راپورونه ښیې، چې یو شمېر حکومتي چارواکي هم په افغانستان کې د مخدره موادو په کار او بار کې ښکیل دي، چې د کورنیو چارو وزارت چارواکي هم دا مسئله نه ردوي.