تاجکستان د دې هېواد د ولسمشر د فعالیتونو په اړه د ویډیو ګانو یوه لړۍ خپره کړې

د تاجیککینو په نامه د تاجکستان د فلم جوړلو یوې دولتي موسسې د دې هېواد د ولسمشر د فعالیتونو په اړه د ویډیو ګانو یوه لړۍ خپره کړې ده.

تاجک دوکانداران وايي، چې دا سي ډي بکسونه د تاجکینو له خوا د دوي دوکانونو ته راوړل شوي او پر دوي فشار راوړل شوی، چې پر خلکو یې خرڅې کړي.

دوي وایي، خلک د دې سي ډي ګانو اخیستو سره علاقه نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تاجک چارواکو په دې وروستیو کې د تاجکستان لسګونه انترنیتي ویب پاڼې بندي کړي دي.

له فریده هوډ سیفي نه نور جزیات اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د فریدې هوډ سیفي راپور