اتمر: د پاريس له غونډې نهيلي نه يو

ښاغلى اتمر

افغان چارواکو او د اپوزسیون ډلو تېره اونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو د وسله والو طالبانو او حزب اسلامي له استازو سره په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې په فرانسه کې جوړه شوې وه.

دا غونډه د ستراتیژیکو څېړنو د بنیاد په نوم د فرانسې د یوه تحقیقاتي مرکز په نوښت پاریس ته نژدې په شانتي اي ښارګوټي کې جوړه شوې وه.

د طالبانو په ګډون د شانتي اي د غونډې تقریبا ټولو برخه والو ویلي و، چې هلته به د سولې خبرې نه کېږي بلکې د بحثونو تمرکز به په ۲۰۱۴ کال کې د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان پر راتلونکې وي.

په دې غونډه کې د حق او عدالت ګوند په استازیتوب د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدحنیف اتمر برخه اخیستې وه. احمدتکل په دې اړه له ښاغلي اتمر سره مرکه کړې ده:

Your browser doesn’t support HTML5

له حنیف اتمر سره مرکه