په فاریاب کې ناڅرګندو وسلوالو یو قومي مشر او د هغه زوی وژلی

له فاریاب ولایت څخه را رسیدلي خبرونه وايي، چې ناڅرګندو وسلوالو کسانو په دې ولایت کې یو قومي مشر او د هغه زوی وژلي دي.

د فاریاب د امنیې قومندان نبي جان ملاخیل ازادي راډیو ته وویل چې قومي مشر غیب الله او زوی یې په شیرین تګاب ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې خپل کور ته پر لاره وو .

د نوموړې په وینا غیب الله په فیض اباد کلي د نامعلومو وسلوالو په ډزو ځای پر ځای وژل شوی او زوی یې په روغتون کې د درملنې پر مهال ساه ورکړه .

ویل کیږي، چې غیب الله د شیرين تګاب په ولسوالۍ کې یو بانفوذه قومي مشر و .

پولیس وايي د نوموړې د وژنې د پېښې په اړه یې څیړنې پیل کړې دي . تر اوسه پورې ددې برید مسولیت کومې ډلې نه دى منلى.