په خیبر پښتونخوا کې د وژل شوي مشر وزیر بشیر بلور مړی پرون خاورو ته وسپارل شو

په خیبر پښتونخوا کې د طالبانو په بريد کې د دې ایالت د وژل شوي مشر وزیر بشیر بلور مړی پرون له ملي ماتم سره په پېښور کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړې د جنازې په مراسمو کې په زرګونو ماتم کوونکو برخه اخیستې وه .


له بلې خوا د پاکستان صدراعظم راجا پروېز اشرف ، د بشیر بلور د زوړتیا او احساس ستاینه کړې:

”موږ د بلور زړورتيا، ولوله او جذبه ستايو. ورباندې وياړو، ما د خيبر پښتونخوا ايالت اعلى وزير ته ټليفون وکړ، او ډاډ مې ورکړ، چې ټول ملت ورسره دى، لکه څنګه چې د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت د تروريزم په وړاندې په مبارزه کې خپله سينه سپر کړې، موږ ورباندې وياړ کوو، که هر ډول مرستې ته اړتيا وي، موږ يې ورته برابروو“

بشیر بلور د شنبې په ورځ په پېښور کې په یوه ځان وژونکې حمله کې ووژل شو . په دې پېښه کې اته تنه نور هم وژل شوي وو .

پاکستان د نوموړې پر وژل کیدو د یکشنبې په ورځ ملي ماتم اعلان کړی و . نهه شپيته کلن بشیر بلور د طالبانو مخالف او د عوامي نیشنل ګوند له مشرانو څخه وو .