د څار یوه ډله وايي، چې پرون د سوریې په مرکزي ولايت حما کې پر یوه نانوايۍ د هوايي بمبارۍ په نتیجه کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي د حلفایا په ښارګوټې کې چې د ياغيانو په ولکه کې دی، تر پنځوسو زیات کسان د سوریې د رژیم په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي .
په وژل شویو کې هغه کسان شامل دي چې د نانوايي مخې ته د ډوډۍ د اخیستلو لپاره کتار شوي وو.
په هغو ویډیويي تصویرونو کې چې دې ډلې په انټرنټ کې خپاره کړي په لسګونو مړي د پېښې په ځای کې لیدل کیږي.
ویل کیږي چې په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم پر ضد د پاڅونونو له پیل راهیسې په تیرو یو ویشت میاشتو کې څلور څلوېښت زره کسان وژل شوي دي .