شاوخوا ۹ سوه میله وسلې د ډایاک له لارې دفاع وزارت ته وسپارل شوې

د کورنیو چارو وزارت د ډایاک پرواګرم له لارې ۸۹۲ بېلابېلې وسلې دملي دفاع وزارت ته وسپارلې.

د کورنیو چارو وزارت د تروریزم ضد مبارزې عمومي رییس مل پاسوال عبدالجمیل کوهستاني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې دغه وسلې یې په تېرو دریو میاشتو کې له بېلابیلو ولایتونو ترلاسه کړي دي.

"کومي وسلې چې نن د ډایاک پروګرام ته سپارل کیږي؛ هغه وسله ده، چې په بیلابیلو پيښو کې تر لاسه شوي او شمیر یې هم اته سوه دوه نوي ته رسیږي."

د ډایاګ پروګرام چارواکي وايي، چې له ۱۳۸۵ کال راهیسې یې له غیر مسوولو وسله والو کسانو څخه څه باندې ۱۹ زره ډول ډول وسلې راټولې کړې او ملي دفاع وزارت ته یې وسپارلې.