جرمني په بغلان ولایت کې دولس بنسټیزې پروژې پلي کوي

د بغلان چارواکي وایي، جرمني په پام کې لري، دولس بنسټیزې پروژې په دې ولایت کې پلي کړي.

د بغلان والي سلطان محمد عبادي تیره ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې په دې پروژو کې د درې میلیونه ډالر په ارزښت څلور ښونځي او دوه کلنیکونه شامل دي چې په شپږو ولسوالیو کې به جوړ شي.

د نوموړي په وینا د دې پروژو د جوړولو چارې به راتلونکی کال پيل او یو کال به وخت و نیسي.