ولسمشر حامد کرزي په پېښور کې پرونۍ ځان وژونکې حمله، چې په نتيجه کې يې د خيبر پښتونخوا ايالت مشر وزير احمد بلور او اووه تنه نور کسان ووژل شول، په کلکه وغندله.
دغه حمله په پېښور کې د واکمن عوامي نيشنل ګوند په يوه غونډه کې وشوه.
د افغانستان د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې ولسمشر کرزي د دې بريد د غندلو تر څنګ د ډيورنډ کرښې په دواړو خواوو کې دغه ډول بريدونه د سيمې د سولې او ثبات د دښمنانو کار بللى دى.
د پښتونخوا مشر وزير او د عوامي نيشنل ګوند مشر "بشير احمد بلور" چې په پېښه کې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه؛ په څرګنده پر پاکستاني طالبانو انتقادونه کول، چې دغو سخت دريځو هم په وار- وار ورته د مرګ ګواښونه کول.
تر پروني بريد مخکې بلور له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل" چې دى به د تروريستانو له ګواښونو ونه بېرېږي:
په پېښه کې د بلور منشي او د پوليسو عالي رتبه افسر هم وژل شوي دي. چارواکي وايي، لږ تر لږه ١٨ تنه نور ټپيان شوي دي.
د رسنيو په راپورونو کې ويل شوي، چې پاکستاني طالبانو د دې بريد مسووليت منلى دى.