د ازادی راډیو د مشال څانګې په پاکستان کې یوه ویډیو ترلاسه کړې؛ چې په کې د جرمني مرستندویه کارکونکی چې په تیرې جنوري میاشت کې تښتول شوی، خپل حکومت ته خواست کوي، چې د برمته نیونکو غوښتنې ومني.
په دغه ویډیو کې "برنډ مویلن بیک" وایي، هره شیبه د دې امکان شته، چې برمته نیونکي یې ووژني. "مویلن بیک" د جنوري په ۱۹ له ایټالوي "جیواني لو پورتو" سره یوځای له ملتانه تښتول شوی و.
دوی دواړو د "ویلتهـ هنګرهیلفه" په نوم نړیوالې مرستندویه موسسې سره کارکاوه اوهغو پاکستانیو ته یې مرستې رسولې چې د ۲۰۱۰ کال سیلابونو زیانمن کړي وو.
په دغه ویډیو کې چې ۵۲ ثانیې ده، د برمته نیونکو د غوښتنو نه دي ویل شوي؛ خو مویلن بیک وایي، دی د جرمني د حکومت د غلطې پالیسۍ په خاطرپه دغه سرنوشت اخته شوی دی.
په تیره فبروري میاشت کې د پاکستاني طالبانو یوه لوړپوړي قومندان ویلي وو؛ چې دغه دواړه کارکونکي د دوی د ډلې په ولکه کې دي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی.