بارک اوباما د اسدالله خالد پوښتنې ته ورغلی و

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ملي امنیت د رییس، چې اوس مهال په امریکا کې تر درملنې لاندې دې عیادت وکړ.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې ښاغلې اوباما په اسد اله خالد شوې ځان وژونکې حمله وغندله او د ده پر ټپي کېدو یې خفګان څرګند کړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د امریکا ولسمشر د ښاغلي خالد د درملنې په څرګنوالي له ډاکټرانو سره هم خبرې کړي دي.