په برلین کې د یوه بانک غله له ۱۲ ساعته وروسته خپل ځان پولیسته وسپاره

هغه سړي چې هڅه يې کوله په برلين کې له يو بانک څخه غلا وکړي او وروسته يې په بانک کې يو تن يرغمل ونيوه له پوليسو سره له ۱۲ ساعته خبرو اترو وروسته ځان پوليسو ته سپارلي دي.

ويل کيږي، چې د يو کس له خوا چې يوازې شل کلن جرمني بلل شوی دی؛ د يرغمل نيونې دا پېښه د شنبې د ورځې په سهار وختي د يرغمل نيونکي او پوليسو ترمنځ له اوږدو خبرو اترو وروسته پای ته رسيدلې ده.

پوليسو ته تر ځان سپارنې مخکې، دا غل چې په برلين کې يې د يوه بانک دننه د بانک يو څلوېښت کلن مامور برمته کړي وو د يو ميلون يورو او د وتلو د خوندې لارې غوښتنه کوله.

د زيهلين ډورف په سيمه کې له دې بانک څخه چې غل په کې يو کس برمته کړی و؛ تيره شپه د درې سوو په شا او خوا کې پوليس چاپيره شوی و او د پوليسو مذاکره کوونکي بالاخر وتوانيدل؛ چې دا کس چې د غلا په نيت بانک ته ننوتی او بيا يې هلته يو کس برمته کړی و؛ قانع کړي، چې يرغمل شوی کس خوشې کړي او خپل ځان هم پوليسو ته وسپاري.