د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې پوځي عملیات پیل شوي دي

د لغمان چارواکي وايي، د افغان ځواکونو له خوا د دې ولايت په بېلابېلو برخو کې پوځي عمليات له پنج شنبې راهيسې پيل شوي؛ چې په مرسته به يې په دې ولايت کې د وسله والو د فعاليتونو مخنيوى وکړي.

د والي وياند "سرحدي ځواک" ازادۍ راډيو ته وويل؛ چې دغه عمليات به لس ورځې روان وي.

په دې وروستيو کې د لغمان له بېلابېلو ولسواليو د ناامنيو د زياتېدو او د وسله والو د فعاليتونو راپورونه ورکول کېږي.

په لغمان کې دا پوځي عمليات په داسې حال کې پيل شوي؛ چې په څنګلوري ولايت ننګرهار کې پيل شوي عمليات پای ته ورسېدل.

دغه عمليات د ننګرهار په بټي کوټ کې ولسوالۍ کې د ليندۍ يا قوس پر شلمه پيل شوي وو؛ چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ. چارواکو تر ٧٠ د زياتو مشکوکو کسانود نيولو خبر ورکړى دى.