د روسيې پارلمان په غوڅ اکثريت سره پرون يوه لايحه تصويب کړه، چې له مخې يې امريکايي اتباع نه شي کولاى؛ روسي ماشومان د اولاد په توګه ومني.
دغه لايحه د امريکا د قضاييه قوې د وروستي اقدام په ځواب کې پېشنهاد شوې وه؛ په وروستيو کې امريکا پر هغو روسي اتباعو بنديزونه ولګول؛ چې ګومان کېږي، له بشري حقونو په سرغړونو کې ښکېل دي.
د "مګنڅکي" په نامه طرحه تېره اوونۍ د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا لاسليک شوه؛ چې د قانون بڼه يې خپله کړه.
دې طرحې ته ځکه دا نوم ورکړل شوى، چې د "سرګي مګنڅکي" په نامه يو روسي وکيل په ٢٠٠٩م کال کې په زندان کې تر سختې فزيکي شکنجې وروسته مړ شو.
د دې لپاره چې د اولاد په توګه د ماشومانو د منلو لايحه د قانون بڼه خپله او بيا يې ولسمشر توشېح کړي، د روسيې د پارلمان د مشرانو جرګې تاييد ته هم اړتيا لري.