"د عراق د مالیې وزیر ساتونکي د تروریزم ضد څېړنو لپاره نیول شوي"

د عراق چارواکو تاييد کړه، چې د دې هېواد د ماليې د سني وزير ١٠ تنه ساتونکي د ټروريزم ضد څېړنو لپاره نيول شوي دي.

د قضایيه عالي شورا يوه وياند پرون وويل؛ چې د ماليې د وزير "رافع العيساوي" د ساتونکې ډلې مشر اقرار کړى؛ چې په څو غير مشخصو تروريستي بريدونو کې يې برخه اخيستې ده.

نهه تنه نور ساتونکي د اضافي څېړنو لپاره انتظار باسي.

العيساوي څو ورځې مخکې ويلي وو، چې ځينې کارکوونکي يې د نامعلومو ملېشه پوځيانو له خوا تښتول شوي دي. ده وويل، چې شيعه صدراعظم "نوري المالکي" په خوندي ډول د دغو کسانو د راستنولو مسووليت لري.

د ماليې د وزير ساتونکي په داسې حال کې نيول کېږي، چې په عراق کې په وروستيو کې د اکثريت شيعه ګانو او اقليت سنيانو ترمنځ کړکېچ زيات شوى دى.

سني مذهبه مرستيال ولسمشر طارق الهاشمي د يوې وژونکې ډلې د درلودلو په تور د ده په غياب کې د مرګ په سزا محکوم شوى. دى اوس په ترکيه کې اوسېږي.