د سریلانکا حکومت افغانستان ته ماهر کاریګر راستوي

د سریلانکا حکومت سلا شو، چې افغانستان ته به ماهر کاریګر استوي؛ ترڅو د دې هیواد په بیارغاونې کې مرسته وکړي او دغه راز به له افغانستان سره فرهنګي اړیکې ټینګ کړي.

دا خبره د سریلانکا د بهرنیو چارو وزیر پروفیسر "جي. اېل. پیرس" G.L. Peiris)) د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول سره چې دا مهال د سریلانکا په سفر بوخت دی، په کولمبو کې وکړه.

د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډې اعلامیې کي وویل؛ دواړه لورې سلا شول، چې د سریلانکا له مابعو او مهارتونو څخه به د افغانستان په بیارغاونې کې ګټه اخلي او دواړه هیوادونه به په خپلو کې کلتوري اړیکې ټینګوي.

د افغانستان او سریلانکا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د مسلکي او مهارت لرونکو کاریګرو او کادرونو د پراختیا په عاجلې اړتیا خبرې وکړې.