د عراق د مالیې وزیر "رفیع ال عیسوي" صدراعظم نوري المالکي تورن کړ؛ چې د ده د کارکوونکو د تښتولو پلان یي جوړ کړی.
ال عیسوي د پنجشنبې په ورځ وویل، دفتر او کور ته يې عسکر ورغلل او د ده له سلو زیات مامورین او ساتونکي یې وتښتول.
ال عیسوي د سني العراقیه بلاک غړی او د نوري المالکي قوي سیاسي سیال دی.
د عراق د قضا د عالي شورا ویاند نن وویل، د مالیې د وزیر د ساتونکي ځواک مشر د ځینو مشکوکو کسانو له اعتراف وروسته د چهارشنبې په ورځ د تروریزم په اړوندو تورونو ونیول شو.
عراقي چارواکو تېرکال د جمهور رییس د سني مرستیال "طارق الهاشمي" او د هغه د ساتونکو د نیولو هڅه کړې وه او تور یې پرې لګولی و، چې وژونکې ډلې لري.