ملالې غوښتي چې د دې په نوم نومولى کالج دې بېرته په اصلي نوم ونومول شي

په پاکستان کې د سولې ماشومه فعاله ملالې یوسفزۍ د خیبر پښتونخوا له ایالتي چارواکو څخه د نجونو د هغه کالج د نوم د بدلولو غوښتنه کړې؛ چې د دې په نوم نومول شوی دی.

ملالې د پنجشنبې په ورځ د خپلې پلرنۍ ولسوالۍ سوات له ملکي مشر کامران رحمان څخه وغوښتل؛ څو د سیدوشریف د نجونو دولتي کالج چې د دې په نوم نومول شوی بېرته په خپل اصلي نوم یاد کړي.

دا کالج وروسته له هغه د ملالې یوسفزۍ په نوم ونومول شو؛ چې په تېره اکتوبر میاشت کې وسله والو طالبانو دا په ډزو ټپي کړه. د همدې کالج زده کوونکو د تېرې ډسمبر میاشتې په دولسمه نېټه د کالج د نوم د بدلېدو په وړاندې د اعتراض لپاره مظاهره وکړه؛ ځکه دوی وېره درلوده، چې د ملالې په نوم د دوی د کالج نومول به دوی د وسله والو طالبانو د حملو هدف کړي.

پنځلس کلنه ملاله د برتانیا په یوه روغتون کې تر علاج لاندې ده.
ملاله یوسفزۍ په ۲۰۰۹ کال کې وروسته له هغه ډېره مشهوره شوه چې په سوات دره کې د طالبانو د بېرحمیو په اړه د دې په قلم لیکلی مطلب د بي بي سي د اردو ژبې په بلاګ کې خپور شو.