د مصر لوی څارنوال څو ورځې وروسته له هغه چې ویل یې؛ په دې اونۍ کې به استعفا ورکړي، له خپلې پرېکړې پښېمانه شو.
طلعت عبدالله پرون خبریالانو ته وویل، د دوشنبې په ورځ ده د هغو څارنوالانو تر فشار لاندې چې د ده د دفتر مخې ته د اعتراض لپاره ناست و، استعفی وړاندې کړه.
پر طلعت خپلو همکارو څارنوالانو تورن لګولی و؛ چې پر یوه قاضي یې فشار راوړی و، چې د حکومت ضد اعتراض کوونکو د خلاصون مخنیوی وکړي.
دوی له دې هم ناراضه وو، چې ولسمشر محمدمرسي د دې پرځای چې د طلعت تقرر قضايي ادارو ته پرېږدي په خپله یې دی د هېواد د لوی څارنوال پر دنده په کار وګوماره.
د ډسمبر په پنځمه پولیسو شاوخوا ۱۳۰ اعتراض کوونکي هغه مهال ونیول چې د ولسمشر مرسي د پلویانو او اعتراض کوونکو ترمینځ په اخ وډب کې لسګونه کسان ټپیان شول.
ولسمشر مرسي وروسته وویل، اکثریت نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د اخوان المسلمین ګوند پر غړو د حملې لپاره دوی ته پیسې ورکړل شوې وې خو قاضي دا ادعاوې ناسمې وبللې.