د چک جمهوریت دفاع وزیره کارولینا پییک Karolina Peake اته ورځې وروسته له دې چې پردې دنده وټاکل شوه، له کاره لېرې شوه.
د چک جمهوریت ولسمشر واسلاوکلاوس Vaclav Klaus پرون دا پرېکړه د صدراعظم پیتر نېچاس Petr Necas له خوا د یوه پیغام له ترلاسه کولو څو دقیقې وروسته اعلان کړه.
صدراعظم وویل، مېرمن پییک یې د دې د شخصي پرېکړو له وجې له کاره لیرې کړې ده. نوموړې د چک ولسمشر او صدراعظم دواړه وروسته له هغه په غوسه کړل چې د ډسمبر په دولسمه نېټه د دفاع د وزیرې پر مقام له ټاکل کېدو وروسته دې سمدستي د دفاع وزارت درې جګپوړي چارواکي له دندې ګوښه کړل.
کارولیناپیيک د دریو ګوندونو په واکمن ایتلاف کې د ترټولو کوچني ګوند، لیبرال ډیموکرات ګوند مشره ده. د مېرمن پییک له لیرې کېدو وروسته لیبرال ډیموکرات ګوند اعلان وکړ؛ چې له حکومته به وځي.
د واکمن ایتلاف دوه نور ګوندونه د صدراعظم نیچا مدني ډیموکرات او محافظه کار ټاپ نه ګوند د چک جمهوریت د ۲۰۰ کسیز پارلمان په ولسي جرګه کې یوازې ۹۰ څوکۍ لري.