د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، چې په دې نه پوهېږي چې د ګورجستان له حکومت سره د دغه هېواد د جنوبي اوسيتيا او ابخازا د بېلتون غوښتونکو سيمو په باب څرنګه معامله وکړي.
پوتين نن د ولسمشرۍ د درېمې دورې د پيل په لومړۍ ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل، د ګورجستان د نوي حکومت له لوري مثبتې نښې ويني او باور لري چې د اقتصادي همکاريو امکانات شته.
د ګورجستان ولسمشر بيدزينه ايوانيش ويلي له روسيې سره د اړيکو ښه کولو ته لېوالتيا ښودلې ده.
خو پوتين په عين حال کې وويل چې روسيه به د جنوبي اوسيتيا او ابخازيا د رسميت پېژندلو په اړه خپله پرېکړه له دې سره سره بېرته وانخلي چې په دې پوهېږي چې ګورجستان به د دغو سيمو د خپلواکۍ په باب دريځ بدل نه کړي.