افغان حکومت له افغانستانه د بریتانوي سرتیرو د وتلو هرکلۍ کړی

افغان حکومت د بریتانیي د هغې پریکړې هرکلې کړې، چې له مخې په افغانستان کې د بریتانوي سرتیرو شمیر کمیږي.

د ولسمشر کرزي د رسنیو دفتر ویلي دي، چې افغان ځواکونه تیار دي، چې د بریتانوي ځواکونو مسؤلیتونه سمبال کړي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وایي، له هغو برخو څخه چې بریتانوي ځواکونه وځې دوي د امنیت ټینګولو لپاره پوره چمتوالې لري.

د برتانيې صدراعظم ډيويډ کمرون د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه پورې به له څلورو زرو زیات سرتیري له افغانستان څخه بهر کړي.

پوره تفصیل د ناجيې ساپۍ په ریپوټ کي اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

افغان حکومت له افغانستانه د بریتانوي سرتیرو د وتلو هرکلۍ کړی