ولسمشر حامد کرزي له افغانستانه د بریتانوي ځواکونو د وتلو د پریکړې هرکلۍ وکړ.
د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وویل، چې افغان ولسمشر د بریتانیی د حکومت دا پریکړه یو پر وخت اقدام بللې دې.
په همدې حال کې د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وایې، افغان ځواکونه دا توان لري چې د هیواد امنیت و ساتي او د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره هیڅ ډول اندیښنه موجوده نه ده.
د ښاغلي وزیري په وینا د ملي اردو ځواکونه اوس هیڅ ستونزه نه لري او تر ۲۰۱۵ کاله پورې به د هیواد هوایې ځواکونه هم ددې وړتیا پيدا کړي چې ، د هیواد امنیت خوندي کړي.
د بریتانیا صدر اعظم ډیویډ کامرون پرون اعلان وکړ چې، د ۲۰۱۳ کال تر پایه به د بریتانیا پينځه زره سرتیري له افغانستانه ووځي.